د هلمند د اوبو ستونزه؛ هغه چې ایران یې په فشار حلول غواړی!

تازه د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی “حسن کاظمی قمی” د ایران له دولتی ټلوېزیون سره په یوې مرکې کې د هلمند سیند له ګډو اوبو څخه د خپلې حقابې په اړه د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت پر کارکوونکو نیوکې کړې دی.
“قمی” په دغه مرکه کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت پر مسؤولینو نیوکه کړې، چې د حقابې یا د اوبو د حق په اړه یې د ایرانی چارواکو پر بار_بار غوښتنو سترګې پټې کړی او هېڅ عملی اقدام یې ندی کړی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم تر دې وړاندې ویلی و، چې لا یې افغانستان سره د هلمند د سیند د اوبو ستونزه نه ده حل شوې.یاد وزارت دا هم ویلی وو، چې د اوبو د کمښت په اړه ورته د افغان لوری هغه دلایل د منلو نه دی چې دوی ته وړاندې شوی دی.
له ایران سره د هلمند د اوبو په اړه له څو اړخونو اندېښنې شتون لری او دا ستونزه په افغانستان کې د پرله پسې حاکمو جهتونو سره همداسې لانجمنه پاتې ده.
لومړی خو دا چې افغان لوری د اوبو د سم تنظیم په برخه کې ستونزې لری.
د چارو څارونکی په دې باور دی چې افغان لوری د اوبو د نورمال، تر نورمال پورته، سېلابی اوبو او وچکالۍ په کلونو کې خپلې اوبه د کمو امکاناتو له امله داسې نشی تنظیمولی، چې هم داخلی اړتیاوې پوره کړای شی او هم د معاهدې د بشپړ تطبیق په مرحله کې د ایران د اوبو حق تأمین کړی، که څه هم د دې کار لپاره اوس زېربنا لرو، خو له بده مرغه مدیریتی ستونزې یې خنډ دی.
په هلمند سیند کې تېر کال اوبه څومره کمې وې، “سټریم فلو” یا د سیند نورمال جریان هم تر اوسط کچې ښکته و او د اورښتونو سېلابی اوبه هم د جنورۍ میاشتې له لومړیو ورځو پرته، تر جولای میاشت پورې له اوسط اندازې کمې وې
په جنوری میاشت کې په هلمند حوزه کې نسبت نورو حوزو ته ډېر اورښتونه وشول چې په پایله کې کمال خان بند ډک او اوبه له پرچاوۍ څخه د “ګودزرې جهیل” ته لاړې او بیا هلته ضایع شوې.
اوس خبره دا ده چې که د کمال خان ټول کانالونه او پاتې ساختمانی کارونه بشپړ شی، افغان لوری بیا کولای شی، چې په یو وخت کې د ۵۲ میلیونه متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ترڅنګ شاوخوا یو میلیارد متر مکعب نورې اوبه د کانالونو له لارې تنظیم کړی.
دا ښکاره ده چې دمګړۍ زموږ ډېرې اوبه له موږ څخه ضایع کېږی او زمونږ په څنګ کې پاکستان او ایران دوه هغه هېوادونه دی، چې زموږ پر اوبو مزې کوی.
سره له دې چې د هلمند د اوبو یوه اندازه د “لشکری کانال” له لارې زرنج ښار ته هم ځی، خو ډېره برخه یې لا هم ایران لوری ته درومی او ایران ته همدا اوس هم دهغه هېواد تر حق زیاتې اوبه بهیږی خو ایرانی چارواکی زموږ د دری ژبو هغه متل په بنیاد لاس او پښې اچوی، چې”بگریش، که نگیرد”.
اوسمهال چې د کجکی بند له لاندې خوا څخه د افغان کروندګرو له مصرفه کومې اوبه پاتې کېږی، له هر ډول اندازې یا بندیز نه پرته ایران ته روانې دی او د افغان ولس هغه دی چې پرته له کوم امتیاز نه ایران ته ځی.
که څه هم د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایی، چې د هلمند د سیند په اوبو کې د کابل او تهران ترمنځ په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د لاسلیک شوی تړون حقونو ته ژمن دی، خو موږ باید هر څه ژر او په لنډمهال کې د خپلو اوبو مکمل کنټرول او مدیریت په لاس کې واخلو تر څو د سیند اوبو د ډېرښت پرمهال کنټرول او د کمښت پرمهال منظم مدیریت وشو کولای.
ایران د هلمند سیند په اوبو کې له خپل حق څخه په ډېره لویه کچه سیاسی ګټه پورته کوی، لکه چې ګورو پدې وروستیو کې ایران خپل د چاپېریال ساتنې رییس د حقابې د موضوع پر سر د بحث لپاره افغانستان ته رالېږلی و.
که څه هم ددې ستونزې د حل په موخه د دې ډول پلاوی او دغه ایرانی مقام راتلل د هلمند د اوبو د تړون پر بنسټ بالکل نامناسب و؛ ځکه دا ډول چاره د هلمند معاهده په غیر مستقیم ډول ګواښی، چې افغان لوری باید په دقت دا موضوع پام کې وساتی. د هلمند سیند د اوبو په تړون کې د جنجالی موضوعاتو د څېړنې لپاره دواړو لوریو د پلاویو د مشرۍ لپاره کمیساران ټاکل شوی دی چې د هغوی مقام، دندې او صلاحیتونه هم معلوم دی، د هلمند سیند له معاهدې هر ډول سرغړونه که لږ هم وی، په راتلونکی کې د افغانستان په زیان ده، چې باید مخه یې ونیول شی.
ایران غواړی د دې کار په ترڅ کې د چاپېریال برخه د نورو هغو په پرتله ډېره ارزښمنه وښیی او په دې کار هڅه کوی، چې په راتلونکی کې خپلو غوښتنو ته چې د چاپېریالی حقابې تر نامه لاندې یې غواړی د دې استدلال په وړاندې کولو سره پرتوګ وکړی او د تل په څېر د زور او فشار عنصر وکاروی چې نور د دې حربو وخت تېر شوی دی.
اوس که د معاهدې د تطبیق لپاره ټول سیسټمونه سم برابر شی، هغه وخت بیا د افغانستان او ایران ترمنځ ټول حساب او کتاب په اسنادو او ارقامو ترسره کېدای شی؛ ځکه د معاهدې د لومړی نمبر پروتوکول پر اساس به د تړون د اجرا لپاره کمیساران په خپلو کې منظمې غونډې کوی او موضوعات به ورو_ورو د سیاسی چینلونو پر ځای د تخنیکی چینلونو له لارې تعقیبېږی.
په همدې هیله
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.