کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۲۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هلمند ولایت باباجی ولسوالۍ د خلیفه حاجی شیرین خان کلی کې یوه مدرسه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ځایی خلکو د یادې مدرسې په فعالیت خوښی څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دغې مدرسې په فعال کېدو سره به د دوی اولادونه خپله سیمه کې پر دینی زده کړو سمبال شی.
دا مدرسه په شخصی لګښت دوه جریبه ځمکه باندې د درې میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې په یوه وخت په کې شاوخوا ۳۵۰ تنه زده کوونکی زده کړې کولی شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ