کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۱۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د هندوستان کرکټ بورډ ادارې تېره ورځ د افغانستان پر وړاندې راتلونکې لوبلړۍ ته خپله لوبډله اعلان کړه.
ټاکل شوې چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۱۷مې نېټې دوام وکړی.
افغانستان دغو سیالیو لپاره د جنورۍ په ۶مه نېټه د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ ۱۹ کسیزه لوبدله اعلان کړه.
د هند په اعلان شوې لوبډله کې روحیت شرما (لوبډلمشر)، ویرات کولی، شبمن ګیل، یشسوی جایسوال، تیلک وارما، سنجو سامسون، اکشرپټیل، رینکو سینګ، جتیش شرما، شیوام ډوبی، واشنګټن سوندر، روی بیشنوی، کولدیپ یادو، ارشدیپ سینګ، اوېش خان او مکیش کومار شامل دی.
افغان کرکټ لوبغاړی تېره ورځ د هندوستان موهالی ښار ته رسېدلی دی.
د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالۍ به په موهالی، دوهمه به په ایندور او درېیمه به په بنګلور ښار کې ترسره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ