د هند د مرسته شویو غنمو لومړۍ جوپه هېواد ته را ورسېده

ګهیځ: نن یکشنبه (د کب ۸مه نېټه ده) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې د هند له خوا۲۵۰۰ ټنه مرسته شوی غنم، نن د پاکستان له لارې ننګرهار ولایت ته را رسېدلی دی.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالی د وزارت مرستیال مولوی شرف الدین تېره ورځ(د کب پر ۷مه) په تورخم کې د دې مرستې د ترلاسه کولو په ویاړ جوړې شوې غونډې ته په خبرو کې د هند د دې مرستې هرکلی وکړ.
شرف الدین وویل: “د دوست هېواد هند هغه مرسته چې اعلان شوې د غنمو ده. پنځوس زره ټنه غنم د افغانستان له ملت سره کومک شوی دی. دا دی اوس دوه نیم زره ټنه د هند د مرستې غنم راورسېدل.”
هند له افغانستان سره ۵۰ زره ټنه غنم مرسته کړې چې لومړنۍ جوپه یې نن هېواد ته را رسېدلې او نور به په نږدې راتلونکی کې را ورسېږی.
هند په دې وروستیو کې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې اعلان وکړ، پاکستان اجازه نه ورکوله چې د دغه هېواد له لارې د هند مرسته شوی غنم افغانستان ته ورسېږی خو څو ورځې وړاندې هندی رسنیو راپورونه ورکړل چې پاکستان د دغې مرستې د لېږد برخه کې د همکاریو ټټر وهلی دی او ژر به دا مرسته افغانستان ته ورسېږی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.