د هند رایې شمېرنه کې د مودی په مشرۍ ګوند مخکښ دی

کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هند د اوسنی لومړی وزیر نرېندرا مودی په مشرۍ د بهاراتیا جنتا ټلواله د پارلمان له ټولو ۵۴۳ څوکیو څخه چې تر اوسه یې د ۱۵۵ څوکیو لپاره رایې شمېرل شوی، د پارلمان ډېرې څوکۍ یې ګټلې دی.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې د ۶۲ څوکیو لپاره په رایې شمېرنه کې د هند د کانګرس ملی ګوند مخکښ دی.

د ټاکنو کمېسیون د ګجرات ایالت د رایو پایلې اعلان کړې، چې له مخې یې د بهارتیا جاناتا ټلواله یو ځلې بیا په خپل پخوانی دریځ ولاړه او بریالۍ ده.

تمه کیږی چې تر نن ماښامه د هند د ټاکنو وروستۍ پایلې په ډاګه شی.

د رایې شمېرنې له پیل سره هم‌ مهاله، د هند د سهامو ارزښت په بازارونو کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.