کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۹مه نېټه):
که څه هم دغه لوبه د باران له امله یوه ورځ وځنډېده، خو تېره شپه د یاد سوداګریز کرکټ لیګ پای لوبه د چینایی سوپر کېنګز او ګجرات ټایټس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې چینایی سوپر کېنګز لوبډله د کجرات ټایټس لوبډلې په ماتولو سره د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د دغه سوداګریز ستر کرکټ لیګ ګټونګی ونومول شو.
ګجرات ټایټنز لوبډلې سره دوه افغان لوبغاړی راشد خان او نور احمد لکڼوال په منظمه توګه تر پایه ولوبېدل.
د دوهمې لوبډلې په توګه د ګجرات ټایټنز بریا تر ډېره د هندی لوبغاړی محمد شامی او د افغان توپ اچوونکی راشد خان له امله وه، چې په ۱۶ سیالیو کې یې ۵۵ لوبغاړی وسوځول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ