کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د هند لومړی وزیر نریندرا مودی د امریکا له ولسمشر ډانالډ ټرمپ سره د کتنې په موخه نن واشنګټن ډی سی ته رسېدلی.
مودی ویلی، هغه به د امریکا له ولسمشر سره د هند او امریکا تر منځ پر هر اړخیزو سټراټیژیکو همکاریو خبرې وکړی.
د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراختیا او د نړیوالو چیلنجونو په وړاندې د ګډو اقداماتو پراختیا ښودل شوې.
رسنیو ته سرچینو ویلی، چې د هند لومړی وزیر به په دې سفر کې له لوړ پوړو امریکایی چارواکو سره د دفاع، اقتصاد، ټیکنالوژۍ او انرژۍ په برخه کې پر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې وکړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
گهیځ