کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸ نېټه):
د هندی رسنیو د خبر له مخې د هند په اتراکنډ ایالت کې د ژغورنې کارکوونکو ویلی، هغه ۴۱ تنه کارګران یې ژغورلی چې د تېرو ۱۷ ورځو راهیسې په یو نړېدلی تونل کې ایسار پاتې وو.
دا کارګران هغه مهال په تونل کې بند پاتې شول، چې د نومبر په ۱۲مه د تونل ځینې برخې ونړېدې.
دا کارګران د یاد ۴.۵ کیلومتره اوږد تونل په ۵۷ مترۍ کې بند پاتې وو او په دغو ورځو کې ورته اوبه، خواړه، د رڼا وسایل، اکسېجن، درمل او نورې اسانتیاوې د یو پایپ له لارې لېږدول کېدل. هندی چارواکو له ژغورل شویو کسانو سره له تونل د باندې لیدلی او هغوی یې خپلو کورنیو ته سپارلی دی.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودی د ژغورل شویو کارګرانو په اړه په یو بیان کې ویلی، چې د دوی زړورتیا او زغم الهام بخښونکی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ