معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هوا پیژندنې ملي ادارې په ۲۷ ولایاتو کې د شدیدې واورې او باران د اورښت اټکل کړی

د هوا پیژندنې ملي ادارې په ۲۷ ولایاتو کې د شدیدې واورې او باران د اورښت اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د دغې ادارې مسوولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د سالنګونو په ګډون به په بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزنی، تخار، کندوز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، دایکندي، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او غور، ولایتونو کې د ډېرې واورې او باران د اورښت امکان شته.
خبرپاڼې کې ویل شوي، چې د دغو سیمو په بېلابېلو برخو کې به د باران د اورښت کچه له ۱۵ تر۴۰ ملي متر او همدارنګه د واورې کچه په بېلابېلو سیمو کې ۱۵ تر ۵۰ سانتي مترو پورې وي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس