د هوا پیژندنې ملی ادارې په ۲۷ ولایاتو کې د شدیدې واورې او باران د اورښت اټکل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۹ مه نېټه):
د دغې ادارې مسوولینو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د سالنګونو په ګډون به په بدخشان، نورستان، کنړ، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، غزنی، تخار، کندوز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، پروان، میدان وردګ، بامیان، سمنګان، دایکندی، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، هرات او غور، ولایتونو کې د ډېرې واورې او باران د اورښت امکان شته.
خبرپاڼې کې ویل شوی، چې د دغو سیمو په بېلابېلو برخو کې به د باران د اورښت کچه له ۱۵ تر۴۰ ملی متر او همدارنګه د واورې کچه په بېلابېلو سیمو کې ۱۵ تر ۵۰ سانتی مترو پورې وی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.