کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۳ مه نېټه):
د افغانستان د هوا پېژندنې ملی ادارې اټکل کړی، چې نن پنجشنبه او سبا جمعه به د هېواد یو شمېر ولایاتو کې د واورې اورښت ترسره شی.
دغې ادارې جوزجان، بدخشان، بامیان، مېدان وردګ، دایکنډی، غور، سرپل، فاریاب، بادغیس، هرات، فراه او بلخ ولایتونو کې د شدیدې واورې د اورښت د احتمال خبر ورکړی دی.
تر دې وړاندې هم د شدیدې واورې او یخنۍ له امله یو شمېر بې وزلو افغانانو ژوند بایللی و او له ۷۰ زرو ډېر څاروی تلف شوی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ