کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د جرمنی د سولې کلی خیریه بنسټ په مرسته افغانی سرې میاشتې ۸۹ سوځېدلی او د هډوکو په ناروغیو اخته ماشومان د درملنې لپاره جرمنی ته واستول.
د دغو ماشومانو عمرونه له یوه تر یولسو کلونو دی، چې له کابله جرمنی ته ولېږدول شول.
د سولې کلی د جرمنی یوه غیردولتی موسسه ده، چې له ۱۹۶۷ کال راهیسې د نړۍ په جګړه ځپلیو سیمو کې له ناروغو ماشومانو سره مرسته کوی.
دې مرستندویه موسسې په تېرو ۴۵ کلونو کې د شاوخوا ۴ زره افغان ماشومانو درملنه په جرمنی کې کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ