معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد لرې پرتو سیمو لپاره به تر۴۵۰ زیات مخابراتي سایټونه فعال شي

د هېواد لرې پرتو سیمو لپاره به تر۴۵۰ زیات مخابراتي سایټونه فعال شي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر د پکتیکا قومي مشرانو سره ناسته کې ویلي، چې د دغو څه باندې ۴۵۰ مخابراتي سایټونو له ډلې ۲۵ یې پکتیکا ته په پام کې نیول شوي دي.

د دې وزارت د وزیر په وینا دا مخابراتي سایټونه به د پکتیکا په لرو پرتو سیمو کې جوړ شي، څو د ټولو ولسوالیو اړوند سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د افغانستان لرې پرتې سیمې له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي او د تېرو شلو کلونو پر مهال د دې سیمو اوسېدونکو ته هېڅ کار او پاملرنه نه ده شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس