د هېواد لرې پرتو سیمو لپاره به تر۴۵۰ زیات مخابراتی سایټونه فعال شی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزیر د پکتیکا قومی مشرانو سره ناسته کې ویلی، چې د دغو څه باندې ۴۵۰ مخابراتی سایټونو له ډلې ۲۵ یې پکتیکا ته په پام کې نیول شوی دی.

د دې وزارت د وزیر په وینا دا مخابراتی سایټونه به د پکتیکا په لرو پرتو سیمو کې جوړ شی، څو د ټولو ولسوالیو اړوند سیمې تر مخابراتی پوښښ لاندې راشی.

دا په داسې حال کې ده، چې لا هم د افغانستان لرې پرتې سیمې له مخابراتی خدمتونو بې برخې دی او د تېرو شلو کلونو پر مهال د دې سیمو اوسېدونکو ته هېڅ کار او پاملرنه نه ده شوې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.