معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد مختلفو ولایاتو کې تېره ورځ قرآن کریم ته د شوي سپکاري له امله لاریونونه وشول

د هېواد مختلفو ولایاتو کې تېره ورځ قرآن کریم ته د شوي سپکاري له امله لاریونونه وشول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې قرآن کریم ته د شوي سپکاري په غبرګون کې د مرکز کابل په ګډون ننګرهار، لغمان، بغلان، بدخشان، پنجشیر، بلخ، پکتیا، سرپل، بادغيس غور او یو شمېر نورو سیمو کې لاريونونه ترسره شول.
دغو لاریون کوونکو دغه کړنه په کلکو ټکو وغندله او د یاد هېواد له چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د دغې کړنې عاملینو ته سخته سزا ورکړي.
دوی دغه زار د اسلامي نړۍ له هېوادونو غوښتنه وکړه چې خپلو کې سره یو لاس شي، څو د دغه ډول کړنو مخنیوي او سزا په اړه پرېکنده نظریه رامنځته شي.
لاریون کوونکو د دغه ډول سپکاوي کړنو د تکرار له امله د غیر اسلامي هېوادونو ته د خطرناکو پایلو د لرلو خبرداری ورکړ.
د تېرې شنبې په ورځ د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته سوېډني افراطي سياستوال راسموس پالودان لخوا د قرآن کریم یوه نسخه وسوځول شوه، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېری اسلامي هېوادونو پرې غبرګون ښودلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس