د هېواد مختلفو ولایاتو کې تېره ورځ قرآن کریم ته د شوی سپکاری له امله لاریونونه وشول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې قرآن کریم ته د شوی سپکاری په غبرګون کې د مرکز کابل په ګډون ننګرهار، لغمان، بغلان، بدخشان، پنجشیر، بلخ، پکتیا، سرپل، بادغیس غور او یو شمېر نورو سیمو کې لاریونونه ترسره شول.
دغو لاریون کوونکو دغه کړنه په کلکو ټکو وغندله او د یاد هېواد له چارواکو یې غوښتنه وکړه چې د دغې کړنې عاملینو ته سخته سزا ورکړی.
دوی دغه زار د اسلامی نړۍ له هېوادونو غوښتنه وکړه چې خپلو کې سره یو لاس شی، څو د دغه ډول کړنو مخنیوی او سزا په اړه پرېکنده نظریه رامنځته شی.
لاریون کوونکو د دغه ډول سپکاوی کړنو د تکرار له امله د غیر اسلامی هېوادونو ته د خطرناکو پایلو د لرلو خبرداری ورکړ.
د تېرې شنبې په ورځ د سویډن په پلازمېنه کې د ترکیې سفارت مخې ته سوېډنی افراطی سیاستوال راسموس پالودان لخوا د قرآن کریم یوه نسخه وسوځول شوه، چې د افغانستان په ګډون د نړۍ ډېری اسلامی هېوادونو پرې غبرګون ښودلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.