د هېواد پر کلتوری افق ځلانده «ګهیځ»!

محترم قاضی محمد حسن اسلامی یو له هغه ګوتو په شمار شخصیتونو څخه دی چې زمونږ د تېر دور د اسلامی مبارزاتو او د نن عصر هلو ځلو ته پیوند ورکوی، له نېکه مرغه قاضی صاحب د نورو ګڼو کمالاتو تر څنګ د ښه قلم خاوند هم دی، د ګهیځ جریدې او د شهید ګهیځ د مبارزاتو د یوه عینی شاهد په توګه یې خپلې ځینې خاطرې او تأثرات لیکلی چې له هغه په مننې سره یې د لوستوالو مخې ته ږدو. «د ګهیځ ټولنې اداره»

 

چپی فعالیتونه او ګهیځ:

هلته چې د کابل فضا د چپیو (کمونیستانو، ماؤیستانو، امپریالیستانو او متعصبو قوم ګرایانو) ناروا شعارونو او دین ستیزه فعالیتونو خړه پړه کړې وه، د پردیو په زور او د دوی په شور روانو فعالیتونو زرق او برق یې د سړی سترګې خیره او پیکه کولې.

په دغسې لوغړنه فضا کې روغ انسان لار ورکوله، او ډېرو پکې ځان او ایمان غبرګ وبایلل، څوک پکې کارمل شول، څوک پکې تره کی، حفیظ، اناهیتا، خیبر، سلیمان لایق، دستګیر، بارق شفیعی، نجیب، قادر او رفیع، بل او بل شول، چې وروسته یې آن وطن هم پکې خرڅ کړ.

روسان یې راوستل او د هېواد کور په کور یې وګرځول او هېواد یې ورقباله کړ او دوی په لږ او ډېر مزد په خپل کور کې ورسره بېواکه مزدوران شول، خو دوی هلته هم په ځان لا نه وروړله چې د شوروی عسکر ورته ویل چې: دا وطن یا زمونږ (شورویانو) دی او یا د هغو په غرو کې پرتو بسمچیانو (مجاهدینو).

څوک پکې میوندوال، عثمان لنډی، سیدال، بحرالدین باعث، غلام محمد پاپا، او بل او بل شول، چې ډېر ارزښتونه یې پکې وبایلل، خو د وطن سره د معاملې چانس لا په لاس ورنغلو ځکه خو د دوی د نخرو  پته ونه لګیده، خو ټول له بهر څخه د استخباراتی کړیو له خوا تمویل او تشویقیدل، د پردیو ملاتړ، ډاډ او حمایې دومره زړور کړی وو چې په ظاهرخان او ظاهرخانۍ یې هېڅ چُرت نه خرابیده اسخباراتو  یې د دربار همکاری هم ورته جلب کړې وه. نو ځکه ټولو منحرفو ډلګیو په بشپړ ډاډ او بې خطرې خپلو ایمان سوزه، دین ګریزه او دین ستیزه فعالیتونو ته زور ورکړی ؤ.

 

د ویښ ضمیر څښتن:

هو! د تاریخ په همدغسې یوه خطرناک پېر کې په یو شمېر ځوانانو او مشرانو مهربان الله خپله پېرزوینه وکړه، د خپل دین، هېواد او ارزښتونو د ساتلو او پاللو او خدمت توفیق یې ور په برخه کړ.

له دغو بختورو انسانانو څخه یو هم د رسا قلم، تیز فکر او ویښ ضمیر څښتن استاد منهاج الدین ګهیځ ؤ چې په حکمت سره یې د الله د سپېڅلې لارې توغ پورته کړ، ذهن یې وکاراوه، قلم ته یې نوی رنګ واچاوه، د قوی عزم، غښتلې ارادې، سپېڅلی فکر او کلکې عقیدې سره یی رسنیز ډګر ته راودانګل.

د هېواد په کړکېچنو حالاتو کې یې د اسلام د خپراوی، اسلامی او ملی ارزښتونو څخه د دفاع ستر، مؤثر او معقول مورچل پرانیست، سوله ییزه کلتوری مبارزه یې پیل کړه، د خپل ولس د تنویر او بېدارۍ هلې ځلې یې په داسې طرز تر سره کولې چې د اصالت او معاصرت تر منځ یې یو رنګین امتزاج رامنځ ته کړ.

په اصولی او قانونی توګه یې خپل دعوت پیل او د (ګهیځ) تر رڼه عنوان لاندې یې د یوې رسالتمنې جریدې بنسټ کېښود، د هېوادپالو او اسلامپالو د برحقې مبارزې د ترجمانۍ لپاره یې یو ښه فرصت برابر کړ، او د ډېرو ایښی قلمونه یې بیا په حرکت راوستل.

 

غیور ملتونه، غافل واکمنان:

ګهیځ د هېواد پر افق د سبا ستوری په شان وځلید، لیکوال او لوستوال یې پیداکړل، مینه وال یې جذب کړل، د کابل ماحول یې روښانه کړ، او تر اطرافونو یې وړانګې خپرې شوې، دوستان یې ورځ تر بلې زیاتېدل، دا تنکی ګهیځ د لوستونکو په مینه ـ مینه رالوی او ځوان شو، ورځ تربلې د پختګۍ خواته په حرکت کې ؤ، مسلمانانو ته یې امېدونه ورکړل، د اسلام سم دم، اصولی، عصری تحلیل او تعبیر یې وکړ، د اسلام پر ضد روانو فکری بې لاریو او پکې پرتو خطراتو ته یې د خلکو توجه راواړوله، ځوان نسل یې د معنویت او معقولیت پربنا له ځان سره ملګری کړ، له تربیتی پلوه یې پورته کړ، د عصر د غوښتنو سره برابر او اړین معلومات یې د دوی پر مخ کې کېښودل، د دوی ذهنی روزنه یې وکړه، او د علماوو پام یې د دوی درانه مسؤولیت او رسالت ته راواړاوه، د هېواد واکمن او مسؤولین یې پر هېواد راروان توپان ته متوجه کول، خو هغوی د غفلت، په خوب دومره غرق ویده او د اقتدار خمار هسې نېشه کړی وو چې نه له دین څخه خبر وو، نه د دنیا له حالاتو.

هلته په دفترونو، پوهنتونونو، او مکتبونو، لارو او کوڅو کې د پردیو په لمسون روانه بړبوکۍ یې ټوکې بللې، سره بیرغونه او د (هورا) شعارونه یې هسې بې خطرې د ماشومانو نارې او جنډې بللې.

له ځان، هېواد، او نړۍ بې خبره واکمنان همداسې وی، چې د هېواد د خواخوږو او هېواد پلورونکو تر منځ تمیز ترې ګډوډ شی کله هغوی ټول په یوه تله تلی او کله خو د هېواد دښمنان لا درانه تلی، او هېوادپال یې بولی.

د تاریخ په اوږدو کې ډېرې داسې پېښې لرو او کېدای شی بارــ بار تکرار شی، د بې کفایته او بې بصیرته واکمنانو اوږد غفلت ملتونه همدارنګه د توپ خولې ته تړی او د پرېښانۍ او نابودۍ سره یې مخ کوی، چې بالآخره د ځان او وطن ساتلو ته حیران شی.

بل خوا له پردیو او استعمارګرو سره تل همدا ډول مسکن ټابلېټ وو او شته چې واکمنانو ته یې ورکوی او هغوی تر څه وخته پرې خوشاله، ډاډه او غافل ساتی، حقیقت دا دی چې د اسلامی هېوادو واکمنانو ته چې څومره ډېر او ښه چانسونه لاسته ورغلی همدومره ډېر او بد یې ضایع کړی او کوی یې.

دا مطیع قربانۍ ته چمتو، غیور او ژمن ولسونه! خو افسوس چې د سمو واکمانانو څخه محروم نه وای.

 

په ایمان او درایت بډای ګهیځ:

ګهیځ پر همدغسې حالاتو کې د هېواد پر افق وړانګې خپرې کړې، هغه د ولس د ارمانونو ښه ترجمانی وکړه، مضامین یې چې اوس ګورې، سړی ته یې د لیکوالو د عمق، پوهې، دردمندی، خواخوږی او ویښتابه کچه معلومېږی، چې دا ټول یې د مؤسس او مدیر په ایمانی فراست، عقلانی درایت، اداری تدبیر او ضمیر په ویښتابه دلالت کوی.

هو! منهاج الدین ګهیځ یو ویښ، خواخوږی، زړور او د ګوتو په شمېر له هغو میدانی رجالو څخه ؤ، چې په ډېر زیات شوق او ذوق یې دا جریده د مالی امکاناتو او مادی ملاتړ په تشه کې پیل او ښه یې وځلوله او په ډېر لږ وخت کې یې د ځوان قشر، علماوو، پوهانو او ولس ملاتړ تر لاسه کړ.

نه یوازې دا چې آن د اسلامی نهضت ترشا یې د یوې قوی قلمی او فکری پښتوانې حیثیت خپل کړ، د ګهیځ قوی، علمی او فکری جرېدې د حالاتو د معالجې او ولس د غوښتنو ښه ترجمانی وکړه او په هېواد کې د انحرافی افکارو د افشاء او د هغو د غیر معقولو تصوراتو د ردولو په هکله یې معقول، علمی، حکیمانه او جرأتمندانه ګام پورته کړ، د ځوانو ذهنونو د روښانولو په لاره کې یې مسلسل جد او جهد وکړ.

 

د کمونیزم او کاپیټالیزم غبرګ چلنج:

د ګهیځ جریدې کمونیستی او سرمایه داری نظامونه یې ښه تحلیل او معقول ردونه یې پرې وکړل، ګهیځ هغه قوی سنګر شو چې شوروی د (کې، جی ، بی) او د امریکا د (سی، آی ،اې) نوکران او د هېواد ډارن واکمنان یې وارخطا کړل، ځکه چې کمونیزم او سرمایه داری نظامونو نظریات یې ښه چلنج کول، او د هغوی په غیر فطریوالی یې قوی دلایل وړاندې کول او د هرې ګڼې را وتلو ته به یې ځوانانو د همدې په خاطر انتظار ویست تر څو هغه له چاپه راووځی او دوی خپله ورکه پکې ومومی، هو! هغه وخت نه دومره فکری کتابونو شتون درلود، نه دومره معلومات چا په ملی ژبو ترلاسه کولای شوی او په دې اعتراف کول هم بې ځایه نه دی چې ورباندې پوهېدل هم د هرچا د وس کار نه ؤ.

 

د روڼ سبا طلیعه دار کمکی جمال:

ګهیځ د هېواد پر افق د تیارو لښکرې ماتولې او انحرافی پردې یې څیرولې، پر هېواد د یوه روڼ سبا د راختلو طلیعه دار ؤ، نه یوازې دا چې دلته د انحرافی افکارو متصدیان یې وارخطا کړل، بلکې له دې ور هاخوا د هغوی باداران یې په لړزه کړل، هغوی ویل چې: دا مردخیزه وطن کې کوم بل جمال را ونه ټوکېږی، ځکه هغه د علمی او فکری رسنیز سنګر ستر اتل ؤ. هو! دا وطن همداسې یو غرور لری، د همداسې استعدادونو تاریخ لری، دلته چې یو ځل د بېدارۍ غږ پورته شی بیا نړۍ راویښوی.

ځکه نو هغوی تصمیم ونیو چې باید دا غږ ژر چپ کړل شی، هغوی د افغان سید جمال الدین د ویښتابه حرکت څخه خبر وو او بیا د یوه بل حرکت له څرک څخه یې وېره درلوده، او د جوانان مسلمان تنکی تحریک خو یې خوب له سترګو تښتولی ؤ، نو همغه ؤ چې د افغانی کمونیستانو په اصرار د روسیې په سفارت کې د (کې، جی، بی) په مرسته د کمکی جمال (منهاج الدین ګهیځ) د ترور منحوسه نقشه طرحه شوه او د خفاشانو په شان یې د کال ۱۳۵۱ د سنبلې د میاشتې په ۱۶ مه نېټه په تور ماښام کې پر (ګهیځ) حمله وروړه، د ماښام په سوربخن شفق کې په خپل هستوګنځی کې یې په شهادت ورساوه. الله دې جنتونه ورکړی او لاره یې د تل له لارویو ډکه وی.

 

د ګهیځ په ایمان بډای ملګری:

له علمی او انسانی منطق څخه بې برخې، مفلس، د زور، زرو او جبر په بنسټ ولاړ نظامونه چې خپلې مخې ته خنډونه ووینی د هر تزویر په ذریعه چې وتوانېږی د له منځه وړلو هڅې یې کوی، خو له دې څخه غافل دی چې افکار او فکری دعوتونه په زور، وژنو او شهادتونو  له منځه نه ځی ځکه د افکارو او فکری حرکتونو بدلول او له منځه وړل عقلی او ذهنی قناعت ته اړتیا لری.

کمونیستانو د شوروی په نیغ تېری سره ګهیځ په شهادت ورساوه هغوی فکر کاوه ګهیځ د یوه فرد او یوه کار نوم دی، خو ګهیځ د یوه تحریک، یوې ټولنې او یوه فکری او فرهنګی سنګر عنوان او آدرس ؤ چې د یوه، دوو تنو په له منځه وړلو او شهید کولو دا غږ نشوای چپ کېدلی او د یوه تن په شهادت پنځه او لس نور میدان ته راوځی او هغه توغ هسک ساتی.

همدغسې هم وشول د مظلوم شهید استاد منهاج الدین ګهیځ د شهادت سره سم د جریدې مدیریت او چلولو ته یې نور؛ امین او وفادار لاسونه پیدا شول د ګهیځ با ایمانه او ژمنو ملګرو یې دا سنګر تش پرېنښود او په شهادت مین استادان؛ لکه: مولوی عبدالرب احدی وردګ، مولوی قاضی عبدالسلیم فرقانی او مولوی محمد عارف پیمانی یو پر بل پسې میدان ته را وړاندې شول او د ګهیځ فکری او قلمی توغ یې په خپلو مبارکو لاسونو د نهضت د نورو سرخېلو په مشوره او مرسته هسک او رپانده وساته.

تر شهید ګهیځ وروسته د هېواد علمی، سیاسی مبارز شخصیت مولوی احدی صیب د جریدې د امتیاز خاوند په توګه وټاکل شو، تکړه لیکوال داعی، خوږ ژبی خطیب او باجرأته مبارز ځوان مولوی محمد عارف پیمانی وردګ د مسؤول مدیر په توګه ونومول شو او د هېواد مشهور عالم، قاضی او لیکوال مولوی عبدالسلیم فرقانی وردګ خو لاپخوا د جرېدې مدیر ؤ خپلې هر ډول همکارۍ ته یې دوام ورکړ.

د هېواد وتلی علمی، فرهنګی او دعوتی شخصیت استاد عبدالاحد عشرتی چې د جریدې زیاته برخه مضامین د ده په رسا قلم لیکل کېدل او په بېلا بېلو مستعارو نومونو خپرېدل بیا هم د پامیر د څوکې په شان په ګهیځ کې د لوړې همکارۍ سره پاتې شو، څارنوال رضوان محمد صیب هم پوره همکاری کوله او څارنوال محمد رسول (نقیب الله) صیب هم څه وخت هلته همکاری کړې ده. د نورو ګڼو لیکوالانو او ځوانانو؛ لکه: انجینیر حبیب الرحمن شهید او انجینیر حکمتیار صیب به هم لیکنې ورکولې چې څارنوال صیب «نقیب الله» وایی ما په خپله د حکمتیار صیب یو مضمون وروړی ؤ، جریدې خپل نشراتی یون ته د داود خان تر کودتا پورې ادامه ورکړه او ترهغې چې په ۱۳۵۲ چنګاښ کې سردار داود خان کودتا وکړه او هر څه بند شول او مصادره شوه.

ګهیځ هم د ټولو فعالیتونو غوندې ودرول شو او دا نومیالی ملګری یې بیا د کمونیستی کودتا په اولو شپو ورځو کې ونیول شول او تر ننه یې زیارتونه د هېواد د لکونو شهیدانو په شان لادرکه دی، جنت یې ځای شه!

 

ګهیځ بیا راوخوت:

هلته چې د استاد منهاج الدین ګهیځ د ایمان او جرأت د دغې درنې سټې پر ککره د روسې تومانچې بدغونی شاجور خالی کېده، هلته چې د مېلمنو په منځ کې ګهیځ په سرو وینو لمبېده، هلته چې آرام کور یې په ویر کښېناوه، هلته چې خواخوږی او ملګری یې پرېشانه پرېشانه کړل، هلته چې له روسی سفارته تر مسکوه د ګهیځ د شهادت زېری کېدل هلته چې خلق او پرچم د همدې آواز اورېدو ته غوږ غوږ ؤ او بالآخره دا بدرنګه، بزدله شرمېدلې دسیسه په داسې ډول تر سره شوه چې له الله پرته هېڅوک د ګهیځ د پوښتنې نه ؤ .

ملګرو یې یوازې وکولای شول په جنازه کې شرکت وکړی، دغه د ظلم او جبر داستان ته په کتو چا دا پتیلی شوای چې دا ورک، وژل شوی او شهید شوی په خپلو وینو ګلګون ګهیځ به له نیمې پېړۍ وروسته بیا سر را اوچتوی، د ګهیځ د فکر او لارې رسالتمن او هدفمن وارثان به یو ځل بیا په دې لاره یون پیل کوی، بیا به د ایمان په مدرسه کې روزل شوی د جهاد او دعوت وارث نسل به د خپلو نېکو اسلافو لاره له ګردو پاکوی او د هغه د فکری مبارزې توغ ته به لاس کوی هغه به را اوچتوی په خپلو اوږو به یې اخلی.

هو! هغه څه چې تصور یې لرې او بعید ښکارېده الله تعالی آسانه کړ. الحمد لله ثمّ الحمد لله! د اسلامی فکر ژمنو ځوانانو تصمیم ونیو،کلک عزم یې وکړ، لاس په کار شول او د ګهیځ فکر یې ژوندی وساته چې د ګهیځ دوستان ورته مبارکی او آفرین وایی د دوی د مبارکو هڅو د دوام په هیله.

 

سپارښتنې:

نن د علم او ټکنالوژی د سحر آمېزه پرمختګ پر مټ د تن پر تن جګړو ځای قاره پیما راکټونو او له هغې پورته ذروی وسلو نیولی، نن نړۍ اقتصادی جګړې روانې کړی دی، خو د تمدنونو او افکارو جګړو هم زور اخیستی او میدانونه اکثره په همدې ګټل کېږی.

په دې جګړه کې تشدد نه چلېږی، د وسلو کارول، د بمونو چول، د زور او زرو کارول بې اثره دی، د فرعون زور او سحر، د هامان تزویر او شیادی، د قارون سرو سپینو خزانو رنګ بایللی دی.

نن یو حرکت د مستدلې لارې، معقول حرکت او د فکری قناعتونو پر مټ خلک له ځان سره روانولی او ساتلی شی، د هېوادونو اشغال ګټه نه لری، بلکې د زړونو فتحه کولو ته اړتیا ده، نو ګهیځ د لیکوالو او ژورنالېستانو ټولنه باید علمی فرهنګی قناعت ورکوونکې لارې، چارې وکاروی، د خپل ځوان نسل د لارښوونې او سالمې توجیه لاره خپله کړی.

باید په کرار کرار، مدار مدار یې له ځانه سره واخلی، د علم په اهمیت او فضیلت یې پوه کړی، د وخت ارزښت ورپه ګوته کړی، د ښو اخلاقو په ګاڼه یې سینګار کړی، د خپلو دینی او ملی ارزښتونو ارزښت ته یې پام راواړوی، له دین او وطن سره مینه یې په رګونو کې ور تزریق کړی، خپلواکی اهمیت ورپه ګوته کړی، د غلامۍ او پردیو د نوکرۍ له کرغیړن، بد نام او سپک انجام څخه یې ووېروی، د عزت نفس د ساتلو لوړه روحیه ورکړی، په اسلام باندې د اعتزاز احساس پکې غښتلی کړی.

باید په دینی التزام یې روږدی کړی، لنډه دا چې د دین او هېواد د سرحدونو یو ساتونکی فکری پوځ ورڅخه تیار کړی د داسې نسل د روزلو په تکل کې شی چې شاه شجاع، کارمل نجیب بل او بل غوندې کسان پکې پیدا نشی.

وایې: له سید قطب شهید څخه چې په محکمه کې څارنوال وپوښتل چې تاسو ولې د جمال عبدالناصر (د مصر د وخت جمهور رئیس) د وژلو پلان جوړ کړی ؤ؟ سید په ځواب کې ورته وویل: نه! مونږ د داسې وړو کارونو فکر هم نه کوو، مونږ د سترو او لویو کارونو پلان لرو!

څارنوال: هغه څه دی؟ سید: مونږ پلان لرو چې داسې یو نسل وروزو چې جمال ناصر غوندې خلک له سره په کې پیدا نشی!!

نو ګهیځ د لیکوالو او ژورنالیستانو ټولنه هم باید په هېواد کې د رسالتمنو رسنیو تر څنګ د مبتذلو رسنیو په کلکه مقابله وکړی، د خپلو برنامو له لارې د یوه سم دم، روغ رمټ نسل د روزلو په تکل مضبوط ګامونه واخلی، او ملت ته د ټولنې د شته واقعیتونو د رښتیونې انځورګری او ترجمانی لپاره ژمن او رسالتمن ژورنالیستان او لیکوالان وړاندې کړی.

دا کار یو اوږد مهاله او طویل المدت کار دی کلک عزم، قوی اراده او پوره حوصله غواړی د بشری فطرت سره تعامل پېچلی او سخت کار دی، خو ناشونی نه دی، دا د یوې منډې او عجلې کار نه دی، مستمر او پلانیز کار غواړی، تصمیم د بری لومړی شرط دی او وخت د علاج برخه ده.

د پرون خوبونه د نن حقایق دی او د نن خوبونه به د سبا حقایق وی ان شاءالله.

د الله تعالی لوی دربار ته د سوال لاسونه لپه کوو چې د ګهیځ د ټولنې مؤسسینو او کار کوونکو ته د دې ستر او پرځای عمل اجر ورکړی، بریاوې یې دې نصیب شی، څو د ځوان نسل د سالمې اسلامی تربیې او ویښ ساتلو په لاره کې خپل رسالت ترسره کړی! و ما ذلک علی الله بعزیز.

الله تعالی د محسنینو اجر نه ضایع کوی.

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.