د هېواد په جنوب لویدیځ کې زلزله ځپلی او زمونږ مسؤولیت!

د روانې اونۍ په پیل کې یو ځل بیا د افغانستان ویرځپلی ولس له یوې سترې غمېزې سره مخ شو، د سویل لویدیځې حوزې څو ولایتونه او له هغې ډلې بیا لرغونی هرات د زلزلې سختو ټکانونو ولړزولو او که څه هم په لومړی سر کې د بېلابېلو لاملونو په اساس د تلفاتو او خساراتو کچه کمه ښکاریده خو د ورځې په تېرېدو، د یادې زلزلې د ځانی او مالی زیانونو شمېره لوړیده او تر اوسه پورې (د څو ورځو له تېرېدو سره سره) هلته د پېښو شویو زیانونو او په تېره بیا د کورونو د نړیدو له امله د تر خاورو لاندې شویو وګړو، کره شمېره له چا سره نشته، خو بیا هم هلته مرستندویه جهتونه لګیا دی مړی له خاورو لاندې را وباسی او هڅه روانه ده چې ویر ځپلی ولس ته د لومړینو اړتیاوو مرستې ورسوی.
د هرات او بادغیس وروستۍ زلزله په ګران هېواد کې د طبیعی آفتونو په لړ کې یو ستر آفت دی چې د خبری راپورونو په اساس، د دې سیمې خلکو ته یې د سر او مال خورا ستر تلفات او زیانونه اړولی دی او د غمېزې ژوروالی ته په کتو ویلای شو چې دا له مصیبت نه ډکه او ویرجنه پېښه، د هرات او بادغیس هستوګنو ته یو لوی الهی آفت ؤ چې اغېزې او اثرات به یې تر اوږدې مودې پورې د خلکو په زړه او ذهن نقش وی.
بل خواته که وګورو د دې ډول غمېزو یو دردونکی اړخ دا هم دی چې په تېرو څه باندې دوه کلونو کې له هېواده د یرغلګرو امریکایانو تر وتلو وروسته او په هېواد کې د جګړې د سرو لمبو تر سړیدو وروسته، په پرله پسې توګه طبیعی آفات، سیلابونه، زلزلې او داسې نور، زمونږ له جګړه ځپلی ولس نه قربانی اخلی او جګړه ځپلی خوار هېواد وال مو له سترو غمونو او کړاونو سره مخ کوی.
په هرات او بادغیس کې د وروستۍ زلزلې له امله زمونږ ولس او خلکو ته د اوښتو تلفاتو او زیانونو کچه دومره لوړه ده چې د قربانیانو اعداد او ارقام یې (د دې سره چې لا تر اوسه وروستی حد ته ندی رسېدلی او هره شېبه یې د زیاتېدو امکان شته) دومره زیات دی چې د انسان پر بدن لړزه راولی او هر با درده او بادرکه انسان د ویر او ماتم په څپو ډوبوی.
خو د دې ټولو سره سره بیا یوه زړه خوشحالونکې او روح آرامونکې خبره دا ده چې د هرات او بادغیس د زلزله ځپلیو د مرستې لپاره تر ټولو لومړی خپله افغانانو ور ودانګل او پرته لدې چې د نړیوالو خیریه مؤسسو او یا د نړۍ د نورو هېوادو د مرستو انتظار وکړی، تر ټولو لومړی افغانی خیریه بنسټونو او ملی سوداګرو او پانګه والو د خپلو زلزله ځپلیو هېواد والو د مرستې لپاره مټې را ونغښتې.
پدې لړ کې د افغانی خیریه بنسټونو هغه هڅې هم د ستایلو دی چې په هرات کې یې د زلزلې د غږ په اورېدو، تر نورو مخکې د مرستې مټې راونغښتې او د تل په څېر یې دا ځل هم له خوارو او زلزله ځپلیو هراتیانو سره د مرستې عملی چارې پیل کړې او تر خاورو لاندې د مړیو او ټپیانو له را اېستلو نیولې بیا د ټپیانو تر لومړنۍ درملنې پورې یې هلې ځلې پیل کړې.
همدارنګه د ځینو لویو ملی سوداګرو او پانګوالو له خوا له دغه زلزله ځپلیو سره د سترو مرستو اعلان او ساحې ته یې د کاری ټیمونو لېږل (لکه د لوی ملی سوداګر میرویس عزیزی، د کام ایر هوایی شرکت د خاوند زمری کامګار او داسې ځینی نور شخصیتونه) کولای شو د امید یوه نښه وګڼو چې زمونږ د هېواد شتمنه طبقه که په هېواد کې د ننه ده او که له هېواد څخه بهر د خپلو خوارو او ځپل شویو هېواد والو په غم او ویر کې ځان شریک ګڼی او د کړاو او مصیبت په دغه تنګ وخت کې هم د خپلو خوارو او ځپل شویو هېواد والو درد او غم احساس کولای شی او تر بهرنیانو وړاندې یې د خپل دغه هېواد والو مرستې ته مټې را نغښتې دی.
پدې لار کې یو بل مهم ټکی چې تل یې یادونه هم شوې ده، له زلزله ځپلیو او په مصیبت اخته خلکو سره د شویو کورنیو او بهرنیو مرستو سم تنظیم او ورسره د هغو د وېش منظم سیسټم دی چې باید چارواکی او مسؤولین ورته پاملرنه وکړی او پرېنږدی چې زمونږ د شتمنو هېواد والو او بهرنیو مرستندویه جهتونو مرستې بې ځایه لاړې شی.
متأسفانه په تېر کې د دا ډول غمېزو او بحرانونو په لړ کې د دې شاهدان وو چې له مصیبت ځپلیو سره شوې مرستې که هغه د کورنیو جهتونو وې که د بهرنیو، یا شفافې ندی ویشل شوې یا هم د اړمنو کسانو اساسی او بنیادی اړتیاوو ته ندی کتل شوی.
که چېرې د هرات او بادغیس له زلزله ځپلیو سره د شویو او کېدونکو مرستو جریان په سمه توګه و څارل شی او مرستندویه جهتونه په تېره بیا هغه چې د مرستې لوی مبلغونه یې ژمنه کړې په خپله د خپلو اعلان شویو مرستو د سم لګښت لپاره د لګولو سمې او د تل پاتې اړتیاوو په کتو ساحې مشخصې کړی، نو ډاډه یو چې دا مرستې به هم ضایع نشی او مصیبت ځپلیو خلکو سره به هم د هغوی د لومړنیو اړتیاوو سربېره، د تل پاتې او اوږد مهاله ستونزو په حل کې مرسته وشی. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.