معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په شپږو ولایتونو کې اقتصادي زونونه جوړیږي

د هېواد په شپږو ولایتونو کې اقتصادي زونونه جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه زونونه د هېواد په مرکز کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او پکتیا ولایتونو کې جوړ شي.

مسوولین زیاتوي چې په کابل کې د صادراتو د پروسېس زون د دغې برخې د جوړولو لپاره د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال عملي چارې پیل کړي او په نورو زونو کې هم د ځمکې د انتقال لپاره کارونه دوام لري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یادو زونونو جوړول د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ګام بللی او ويلي يې دي، چې د زون د نه شتون له امله افغانستان هر کال شاوخوا ۴ میلیارده ډالره زیان سره مخ کیږی.

دغه وزارت ویلي، د هر زون لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې، چې ورسره به په هر زون کې ۲۰ زرو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس