کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه زونونه د هېواد په مرکز کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او پکتیا ولایتونو کې جوړ شی.
مسوولین زیاتوی چې په کابل کې د صادراتو د پروسېس زون د دغې برخې د جوړولو لپاره د ۱۰۰ جریبه ځمکې د انتقال عملی چارې پیل کړی او په نورو زونو کې هم د ځمکې د انتقال لپاره کارونه دوام لری.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یادو زونونو جوړول د اقتصادی پرمختګ لپاره مهم ګام بللی او ویلی یې دی، چې د زون د نه شتون له امله افغانستان هر کال شاوخوا ۴ میلیارده ډالره زیان سره مخ کیږی.
دغه وزارت ویلی، د هر زون لپاره ۱۰۰ جریبه ځمکه په پام کې نیول شوې، چې ورسره به په هر زون کې ۲۰ زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ