معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد په صادراتو کې ۲۸ میلیونه ډالره کموالی راغلی

د هېواد په صادراتو کې ۲۸ میلیونه ډالره کموالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، چې د روان کال مرغومي میاشتې په جریان کې د هېواد صادرات د لېندۍ میاشتې په پرتله ۲۸ میلیونه ډالره کم شوي.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، افغانستان مرغومي میاشت کې ۱۶۲.۲ میلیونه ډالرو پر ارزښت توکي صادر کړي، په داسې حال کې چې د همدې مودې په ترڅ کې هېواد ته د یو میلیارد ډالرو څخه زیات توکي را وارد شوي دي.

احصایې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې، چې د افغانستان ډېری صادرات هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي. دغه راز ډېری واردات بیا له ایران، پاکستان او چین څخه شوي دي.

د روانو چارو د څارونکو په باور د صادراتو کمښت د اقتصادي عواملو ترڅنګ د نړیوالو بازارونو له شرایطو سره هم تړاو لري، خو د سوداګرۍ متوازن کول کولی شي د اقتصادي ثبات لپاره ګټور ثابت شي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس