د هېواد په صادراتو کې ۲۸ میلیونه ډالره کموالی راغلی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۸ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د احصایې او معلوماتو ملی ادارې ویلی، چې د روان کال مرغومی میاشتې په جریان کې د هېواد صادرات د لېندۍ میاشتې په پرتله ۲۸ میلیونه ډالره کم شوی.

د دې ادارې د شمېرو له مخې، افغانستان مرغومی میاشت کې ۱۶۲.۲ میلیونه ډالرو پر ارزښت توکی صادر کړی، په داسې حال کې چې د همدې مودې په ترڅ کې هېواد ته د یو میلیارد ډالرو څخه زیات توکی را وارد شوی دی.

احصایې او معلوماتو ملی ادارې زیاته کړې، چې د افغانستان ډېری صادرات هند، پاکستان او متحده عربی اماراتو ته شوی. دغه راز ډېری واردات بیا له ایران، پاکستان او چین څخه شوی دی.

د روانو چارو د څارونکو په باور د صادراتو کمښت د اقتصادی عواملو ترڅنګ د نړیوالو بازارونو له شرایطو سره هم تړاو لری، خو د سوداګرۍ متوازن کول کولی شی د اقتصادی ثبات لپاره ګټور ثابت شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.