کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هواپېژندنې نړیوالې ادارې اټکل کړی، چې له سبا څخه به د پنجشنبې تر ورځې پورې د افغانستان په ځینو ولایاتو کې هوا ډېره سړه شي.
د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۳ او لوړه منفي ۸ وي، خو د پنجشنبې په ورځ به هلته د تودوخې ټیټه درجه منفي ۲۲ او لوړه منفي ۱۰ وي.
په بامیان ولایت کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۸ او لوړه منفي ۹ وي او په میدان وردګو کې بیا نن د تودوخې ټیټه درجه منفي ۱۶ او لوړه منفي ۵ وي.
د دوی په وینا د افغانستان په نورو سیمو کې هم د هوا د ناڅاپه سړېدو احتمال شته.
بل لور د هوا پېژندنې ادارې هم پرون خبرداری ورکړی، چې په یاده موده کې به د سالنګونو په ګډون د هېواد د مرکز او شمال ختیځ اړوندو سیمو کې هوا ډېره سړه شي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/