د هېواد په ځینو ولایاتو کې د هوا سړېدو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هواپېژندنې نړیوالې ادارې اټکل کړی، چې له سبا څخه به د پنجشنبې تر ورځې پورې د افغانستان په ځینو ولایاتو کې هوا ډېره سړه شی.

د بدخشان ولایت په ځینو سیمو کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفی ۱۳ او لوړه منفی ۸ وی، خو د پنجشنبې په ورځ به هلته د تودوخې ټیټه درجه منفی ۲۲ او لوړه منفی ۱۰ وی.

په بامیان ولایت کې به نن د تودوخې ټیټه درجه منفی ۱۸ او لوړه منفی ۹ وی او په میدان وردګو کې بیا نن د تودوخې ټیټه درجه منفی ۱۶ او لوړه منفی ۵ وی.

د دوی په وینا د افغانستان په نورو سیمو کې هم د هوا د ناڅاپه سړېدو احتمال شته.

بل لور د هوا پېژندنې ادارې هم پرون خبرداری ورکړی، چې په یاده موده کې به د سالنګونو په ګډون د هېواد د مرکز او شمال ختیځ اړوندو سیمو کې هوا ډېره سړه شی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.