کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ننګرهار، غزنی، جوزجان او نیمروز ولایتونو کې د بېلابېلو ټرافیکی پېښو په پایله کې اته کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان دی.
د غزنی ولایت د دوو جلا ترافیکی پېښو په پایله کې څلورو کسانو ژوند بایللی او درې نور ټپیان شوی دی.
په ورته مهال د کابل – جلالآباد پر لویه لار د یوې ترافیکی پېښې له امله دوو کسانو ژوند بایللی او درې نور ژوبل دی.
سربېره پر دې د ننګرهار په غنی خېلو ولسوالۍ کې هم د ورته پېښې په پایله کې یو کس مړ او درې نور زخمیان شوی دی.
د خبر پر بنسټ، د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې هم ترافیکی پېښه شوې، چې په کې یو کس مړ او درې کسان ټپیان دی.
نیمروز کې بیا د موټرسایکل او ریکشې په ټکر کې پنځه کسان ټپیان شوی دی.
دې وروستیو ورځو کې د هېواد په ګڼو ولایتونو کې د ترافیکی پېښو کچه لوړه شوې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ