کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۲ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې چنګاښ میاشتې له ۱۳ څخه ۱۵ن ېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالی او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د خبر پر بنسټ یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دغه ناڅاپی اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل، پنج آمو او هلمند) په سندیزو حوزو کې شوی دی.
خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوی، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د پنجشېر، غوربند، کونړ، مېدان وردګ، لوګر، لغمان، خوست، پکتیا ، پکتیکا، بغلان او غزنی سیندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ