کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې نن د هېواد په ۱۱ ولایاتو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین درې ورځنی کمپاین پیلیږی.
د عامې روغتیا وزارت مسوولینو زیاته کړې، چې په دې کمپاین کې به شاوخوا ۴.۸ میلیونه له پنځو کلونو څخه کم عمره ماشومان واکسین شی.
د دوی په وینا دا کمپاین چې د پولیو ناروغۍ د مخنیوی لپاره ترسره کیږی، په لومړی پړاو کې به د کابل، کندهار، هلمند، اروزګان، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، هرات او زابل ولایتونه تر پوښښ لاندې راوستل شی.
د پولیو مخنیوی نړیوال نوښت د معلوماتو پر اساس افغانستان کې سږ کال تر اوسه د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوی چې وروستۍ یې د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې وه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ