د هېواد په ۱۲ ولایاتو کې د ۱۴ نیمه کاره سړو خونو د فعالولو پرېکړه وشوه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د درول شویو سړو خونو د فعالولو کمېټې غونډه کې پرېکړه شوې، چې د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې ۱۴ نیمه کاره سړې خونې بېرته فعاله شی.

دې غونډه کې د موجودو سرچینو او ظرفیتونو په ارزولو سربېره، د سړو خونو د فعالولو لپاره د غوره لارو چارو په اړه بحث وشو.

د تخنیکی او حقوقی چارو د تنظیم لپاره یو ځانګړی تخنیکی ټیم هم ټاکل شوی دی.

یادې سړې خونې په داسې مهال بیا فعالیږی، چې د کرنیزو محصولاتو د ناسم ساتنې له امله بزګرانو ته د پام وړ زیان اوړی.

د دې هڅې موخه د کرنیزو محصولاتو ساتنه او د بزګرانو اقتصادی زیانونو کمول دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.