کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو دریو ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو، اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د پنج امو، شمال او کابل سیندیزو حوزو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل او لوګر سيندونو پر لاره دی، چې د ذکر شویو ځایونو په ځینو برخو کې به سېلبرونه هم شتون ولري.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/