کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د راتلونکو دریو ورځو لپاره د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د تېزو بارانونو، اوبو کچې د لوړوالی او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د دغه ناڅاپی اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د پنج امو، شمال او کابل سیندیزو حوزو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوی، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل او لوګر سیندونو پر لاره دی، چې د ذکر شویو ځایونو په ځینو برخو کې به سېلبرونه هم شتون ولری.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ