کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۶ ولایتونو کې د تېزو بارانونو او سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی.
یادې ادارې په یوه خبرداری کې ویلی، چې تر نن یکشنبې به په بدخشان، تخار، نورستان، پنجشېر، بغلان، کونړ، ننګرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوګر، پکتیا، خوست، بامیان، سرپل، بلخ، جوزجان، فاریاب، بادغیس، غور، دایکندی، ارزګان، هلمند، فراه او هرات کې به د سالګونو په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه له ۱۵ تر ۴۰ ملی مترو پورې وی.
په خبرداری کې ویل شوی چې د سالنګونو په ګډون به په غربی او مرکزی ولایتونو کې نسبتاً تېز بادونه، دوړې او خاورې وی چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت له ۵۰ تر ۷۰ کیلومترو پورې وی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ