کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ۳۱۸ روغتیایی مرکزونو د جوړېدو پروژې د پرانېستې پر مهال اعلان وکړ، چې دغه مرکزونو ته د افغان حکومت له لوری شاوخوا ۷ میلیارده افغانۍ بودیجه منظوره شوې ده.
پلان شوې روغتیایی مرکزونه به د ۳۰ بسترونو ظرفیت ولری او د عامه داخله، عمومی جراحی، ماشومانو داخله، نسایی ولادی او بېړنی روغتیایی خدمات وړاندې کوی.
د مسوولینو په خبره د دغو مرکزونو جوړول به د هېواد په ټولو ولسوالیو کې د روغتیایی خدمتونو لاسرسی په برخه کې لوی پرمختګ وی او د عامو خلکو د روغتیا په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې برابرې کړی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ