د هېواد په ۳ هوایی ډګرونو کې رادارونه لګول کېږی

ګهیځ: نن دوشنبه (د مرغومی ۶مه) د افغانستان د ملکی او هوایی چلند اداره خبر ورکوی چې دوی هغه درې رادارونه تر لاسه کړی چې په تېرې جولای میاشت کې افغانستان ته راوړل شوی وو.
د ملکی او هوایی چلند ادارې پرون ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلی چې له فرانسې هېواد څخه راوړل شوی رادارونه دوی ته تسلیم شول.
ادارې دغه راز ویلی چې، له ډلې یې یو رادار د کابل په نړیوال هوایی ډګر کې د ځای پر ځای کولو لپاره چمتو شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو رادارونو د لګولو قرارداد د «تالس» په نوم له فرانسوی شرکت سره د ۱۱۲میلیون یورو په ارښت لاسلیک شوی دی.
یاد رادارونه به په کابل، بلخ او هرات هوایی ډګرونو کې نصب شی.
د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳ میلادی کال تر پای ته رسېدو مخکې به د رادار ۱۲ سایټونه، چې د هوایی حریم د کنټرول سیستم هم ولری، د افغانستان په ۱۲ برخو کې ولګول شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.