د هېواد په ۸ ولایاتو کې د واورې، باران او سېلابونو اټکل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د هوا پېژندنې ادارې نن یکشنبه خبرداری ورکړی، چې د هېواد په ۸ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو د راتلو امکان شته.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې د سالنګونو په ګډون بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، بغلان، پروان، میدان وردګ او بامیان هغه ولایتونه دی، چې دغه اټکل په کې شوی دی.

هوا پېژندنې اداره خبرداری ورکړی، چې د شدید باران له امله دغو سیمو کې د سېلابونو د راتلو احتمال هم شته.

د دې ادارې مسوولینو د یادو سیمو مېشتو ته سپارښتنه کړې، چې له بېړنیو حالاتو سره د مقابلې لپاره چمتووالی ونیسی او په اغېزمنو سیمو کې له غیر ضروری سفرونو ډډه وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.