معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د هېواد ۲۱ ولایاتو کې ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی

د هېواد ۲۱ ولایاتو کې ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پوهنې وزارت مسوولین وایي، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د دولتي ښوونځیو ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی.

د مسوولینو په خبره پخوا په څلورو ولایتونو فعال وو، خو د سرپرست حکومت په راتګ سره د هېواد په ۱۷ نورو ولایتونو هم فعال شوی دی.

د پوهنې وزارت زیاته کړې، دغه مرستندویه بهیر د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ مخته وړل کیږي او د ښوونکو د مستحق والي په نظر کې نیولو سره، هغوی ته پور ورکول کیږي.

بل لور ځینې ښوونکي چې په دولتي ښوونځیو کې درس ورکوي، د دغه صندوق د جوړېدو هر کلی کوي.

د پوهنې وزارت د ویاند په خبره، د پور ورکړې بهیر د اړوندو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې اجرا کیږي او ټاکل شوې، چې دغه صندوق په نورو ولایتونو کې هم فعال شي..

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس