کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پوهنې وزارت مسوولین وایی، د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې د دولتی ښوونځیو ښوونکو ته د پور ورکړې صندوق فعاله دی.
د مسوولینو په خبره پخوا په څلورو ولایتونو فعال وو، خو د سرپرست حکومت په راتګ سره د هېواد په ۱۷ نورو ولایتونو هم فعال شوی دی.
د پوهنې وزارت زیاته کړې، دغه مرستندویه بهیر د یوې ځانګړې کړنلارې پر بنسټ مخته وړل کیږی او د ښوونکو د مستحق والی په نظر کې نیولو سره، هغوی ته پور ورکول کیږی.
بل لور ځینې ښوونکی چې په دولتی ښوونځیو کې درس ورکوی، د دغه صندوق د جوړېدو هر کلی کوی.
د پوهنې وزارت د ویاند په خبره، د پور ورکړې بهیر د اړوندو ولایتونو د پوهنې په ریاستونو کې اجرا کیږی او ټاکل شوې، چې دغه صندوق په نورو ولایتونو کې هم فعال شی..
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ