کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بغلان ولایتی چارواکو ویلی، چې نن سهار د سالنګ لویه لاره د واورې د اورښت او سخت توپان له امله د موټرو پرمخ وتړل شوه.
د خبر پر بنسټ، د دغه ولایت امنیې قومندانۍ له خلکو او موټر چلوونکو چې په دې لاره تګ – راتګ کوی، غوښتنه کړې چې تر راتلونکی اعلان پورې دې پر دغې لارې له سفره ډډه وکړی.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د واورو او بارانونو نوې څپې په پیل سره د سالنګ لویې لارې په ګډون د هېواد یو شمېر نورې لارې هم د ترافیکو پر مخ تړل شوې دی.
د هواپېژندنې ادارې هم نن د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د واورې او بارانونو د اورښت اټکل کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ