کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر روسی رسنیو خبر ورکړی، چې د واګنر سترې امنیتی کمپنۍ مشر یوفنګی پریګوژین په روسیه کې د الوتکې د لوېدو په یوه پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د خبر پر بنسټ روسی چارواکو دغو رسنیو ته ویلی، چې د پریګوژین الوتکه له مسکو څخه سنټ پیټرزبورګ ته روانه وه، چې سقوط یې وکړ او په کې سپاره ټولو لسو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
تر اوسه د دغې الوتکې د سقوط علت رسنیو ته نه دی په ډاګه شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ