کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان د پوهنې ریاست مسؤولین وایي، د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالي او د ښوونکو د کمښت له امله په دغه ولایت کې ۸۰ زره په شرایطو برابر ماشومان ښوونځیو کې له شاملېدو بې برخې دي.
د مسؤولینو په وینا، سږکال یې نږدې ۲۰ زره ماشومان په دولتي ښوونځیو کې جذب کړي، چې په وینا یې تر دې د زیاتو ماشومانو د جذب وړتیا نه لري.
د اروزګان د پوهنې ریاست د شمېرو پر بنسټ دمګړۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۸ ښوونځي فعال دي، چې شاوخوا سل زره زده کوونکي په کې پر زده کړو بوخت دي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/