کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۳مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اروزګان د پوهنې ریاست مسؤولین وایی، د ښوونځیو د ودانیو د نشتوالی او د ښوونکو د کمښت له امله په دغه ولایت کې ۸۰ زره په شرایطو برابر ماشومان ښوونځیو کې له شاملېدو بې برخې دی.
د مسؤولینو په وینا، سږکال یې نږدې ۲۰ زره ماشومان په دولتی ښوونځیو کې جذب کړی، چې په وینا یې تر دې د زیاتو ماشومانو د جذب وړتیا نه لری.
د اروزګان د پوهنې ریاست د شمېرو پر بنسټ دمګړۍ د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۸ ښوونځی فعال دی، چې شاوخوا سل زره زده کوونکی په کې پر زده کړو بوخت دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ