د وردګو دښت ټوپ ښوونیز مرکز له برېښنا څخه برخمنه شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د مېدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ اړوند دښت ټوپ ښوونیز او روزنیز مرکز ته د سیدآباد ولسوالۍ له عمومی جکشن څخه د کورنیو چارو وزارت په مالی ملاتړ د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت وارداتی برېښنا وصل شوه.
د برېښنا شرکت مسولینو ویلی، چې د دې پروژې چارې په یو کال او ۵ میاشتو کې بشپړې شوې، چې له لارې یې یاد نظامی مرکز ته ۲۰ کیلو واټه برېښنا له ۲۸ کیلو متره فاصلې د ۵۲۶ پایو او ۸۶ زره متره لین پر مټ ونښلول شوه.
مسوولینو زیاته کړې، چې په یاده پروژه ۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې د کورنیو چارو وزارت له خوا ورکړل شوی دی.
د مېدان وردګ ولایت د مسوولینو په خبره د ټوپ دښتې نظامی مرکز د هېواد په کچه دوهم لوی مرکز ګڼل کیږی، چې پر یو وخت د لس زره کسانو د نظامی روزنې وړتیا لری.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.