د وردګو په دایمیرداد کې د تېرې ورځې سېلابونو ۳۰ کورونه ویجاړ کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت په دایمیرداد ولسوالۍ بجګې او تویکې په کلو کې د سېلابونو له امله ۳۰ کورونه په نیمه او یا بشپړ ډول ویجاړ شوی او سلګونه جریبه زراعتی ځمکه یې وړې ده.
د خبر پر بنسټ د یاد ولایت والی د ژغورنې ټیم سره یوځای تېره ورځ سیمې ته خلکو سره د مرستې په موخه تللی او ډاډ یې ورکړی، چې ډېر ژر به دغه لاره د خلکو د تګ – راتګ لپاره خلاصه کړی.
والی زیاته کړې، چې له خلکو سره د مرستې په موخه سیمې ته د اوو ارګانونو او مرستندویه موسسو استازی راغلی، څو له خلکو سره لومړنۍ مرستې ترسره کړی.
د ده په خبره پلان لری چې د رییس الوزرا د حکم سره سم د خلکو ویجاړ شوی کورونه بېرته ورته ورغوو.
د یادې سیمې اوسېدونکی له حکومت او مرستندویه موسسو غواړی، چې ژر تر ژره دې ورسره د خوراکی موادو، سرپناه او روغتیا په برخو کې د اړتیا وړ مرستې وکړی.
د یادولو وړ ده چې د دایمیرداد ولسوالۍ په تویکه کلی کې سېلابونو تېر کال هم خلکو ته درانه زیانونه اړولی وو.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.