کابل/ګهیځ: نن شنبه (د تلې/میزان دوهمه او د سپټمبر میاشتې ۲۴مه نېټه ده) تېره ورځ (د تلې لومړۍ) د کابل د لسمې حوزې اړوند سیمه کې د وزیر اکبر خان جومات مخې ته په داسې حال کې چې خلک له لمانځه وروسته په خپرېدو وو، چاودنه وشوه.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وایی، د جومات مخې ته د ولاړ موټر له امله، چې چاودېدونکی توکی په کې ځای پر ځای شوی وو، چاودنه را منځ ته شوې.
د ځدراڼ په وینا، پېښه کې ۷ تنه ولسی وګړی وژل شوی او ۴۱ نور ټپیان دی خو د پېښې دعینی شاهدانو په باور، ښایی مرګ ژوبله تر دې لوړه وی.
امنیه قوماندانۍ یو ځل بیا د پېښې د عاملینو د نیولو ژمنه کړې او وایی چې، امنیتی بنسټونه یې د پیدا کولو لپاره لاس په کار شوی دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې دا په تېرو پنځوو ورځو کې درېیمه چاودنه ده، چې په کابل ښار کې رامنځ ته کېږی خو د دهمزنګ او خیرخانې سیمې اړوند له رامنځ ته شویو چاودنو کره جزیات خپاره نه شول.
گهیځ