کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان کرکټ بورډ د کورنی کرکټ څانګې د کلنی پلان له مخې اعلان کړی، چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ ۱۶م پړاو وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه یو ورځنۍ ولایتی سیالۍ پیلیږی.
د مسوولینو په وینا یادې سیالۍ به د همدې میاشتې تر ۲۴مې نېټې پورې په ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ترسره شی.
د کورنی کرکټ دغه سیالۍ په ۱۲ لوبډلو کې وېشل شوې، چې هره لوبډله به د دوو بېلابېلو ګرپونو کې برخه اخلی.
د ۱۵ ورځو په اوږدو کې به لوبډلې خپلو کې ۳۳ سیالۍ ترسره کړی.
مسوولین وایی، دغه سیالۍ نه یوازې د کرکټ مینوالو لپاره ښه فرصت دی؛ بلکې د افغانستان کرکټ لپاره د استعدادونو د ښکاره کولو هم زمینه برابروی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ