کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټاپی پروژې اجراییو مشر ویلی، چې ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د نللیکې پروژې بشپړولو ته ژمن دی.
د ټاپی پروژې اجراییوی مشر محمد میرات امانوف په پاریس کې د انرژۍ په اړه د ترکمنستان د پانګونې غونډې ته ویلی، چې هېواد یې د ټاپی پروژې په برخه کې له نړیوالو قوانینو سره سم پرمختګ کړی دی. امانوف دا ټینګار هم کړی، چې په ترکمنستان کې د ګازو د نللیکې غځولو چارې بشپړې شوی او اوس له نړیوالو معیارونو سره سم له دغه هېواده بهر هم د دغې پروژې په اړه خبرې روانې دی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ