کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۲۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټایلنډ د کډوالو ادارې خبر ورکړی، چې د دغه هېواد په هوایی ډګر کې ۳ نارینه او یوه افغانه ښځه هغه مهال نیول شوې، چې غوښتل یې د قزاقستان له جعلی پاسپورټونو سره د پلټنې له ځایه تیر شی.
یادې ادارې د دغو څلور افغان کډوالو د عکسونو په خپرولو سره ویلی، دا کسان یې د ډیسمبر په لسمه، سهار مهال نیولی دی.
له دې وړاندې د روان کال په اګسټ میاشت کې د ټایلنډ په پوکت هوایی ډګر کې یو بل افغان هم له جعلی پاسپورټ سره نیول شوی و.
دا افغانان په داسې حال کې له جعلی پاسپورټونو سره نیول کیږی، چې د ټایلنډ حکومت اعلان کړی، د را روان کال د جنورۍ له پیله به افغانانو او پاکستانیانو ته په انلاین ډول ویزې ورکوی.
د ټایلنډ د حکومت په خبره د ویزو غوښتونکی کولی شی، په انلاین ډول په ویب سایټونو کې غوښتلیکونه واستوی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ