کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې جلال آباد ښار کې د ټرانسپورتی نظم ټینګښت او د رېکشو د تنظیم لپاره د ټرانسپورت وزارت له لوری نوې طرحه چمتو شوې، چې د تطبیق پیل یې د یوې غونډې په ترڅ کې وشو.
په دې غونډه کې د ټرانسپورت وزارت لوړپوړو استازو، د لغمان د ټرانسپورت مسوولینو، د ننګرهار ملکی او نظامی ادارو استازو، ولسوالانو، د ښار ګذر وکیلانو او ځوانانو ګډون کړی و.
د ټرانسپورت وزارت ارشد مشاور مولوی احمد جاوید فیضی وویل، چې دا پروژه د بابا رېکشارانی ترانسپورت شرکت ته سپارل شوې، چې د تطبیق ټولې چارې به پر مخ وړی.
د ده په وینا دا طرحه به د ښار په لویو لارو، واټونو او مزدحمو سیمو کې د ټرافیکی نظم رامنځته کولو ترڅنګ خلکو ته د سفر اسانتیاوې برابرې کړی.
غونډه کې د ننګرهار واټ ټرانسپورت رییس مولوی ذبیحالله مجاهد هیله وښوده، چې د جلال آباد لپاره چمتو شوې طرحه به د ټرافیکی نظم، د ریکشو د تنظیم او خلکو ته د ښه ټرانسپورتی خدماتو د برابرولو لپاره مهمه ثابته شی.
مسوولینو ټینګار وکړ، چې د جلال آباد ښار د ټرانسپورتی وضعیت ښه والی ته جدی اړتیا وه او د دې طرحې تطبیق به د ترافیکی نظم، د خلکو خوندیتوب او د ښار ښکلا ته مثبت بدلون ورکړی.
دا طرحه د هېواد په کچه په لومړی ځل جلال آباد کې پیل شوه، چې د مسوولینو په وینا وروسته به نورو ولایاتو ته هم وغځول شی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ