کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت خبر ورکړی، چې تازه د دې وزارت واټ ټرانسپورټ اړوند درې لویې پروژې د څه باندې ۵۲۱ میلیونه افغانیو په ارزښت منظورې شوې دی.
یاد وزارت ویلی، دا درې پروژې د ریاست الوزراء اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی برادر اخوند په مشرۍ د ملی تدارکاتو کمېسیون نوبتی غونډه کې منظورې شوې.
ټرانسپورټ وزارت زیاته کړې، په دې پروژو کې د کندهار ولایت دامان ولسوالۍ کې د مسافروړونکی ترمینل، د یاد ولایت باغ پل مسافر وړونکی ترمینل او همدا راز د یاد وزارت د ابرېښم لارې ودانۍ جوړول شامل دی.
د دې وزارت پر اېکس پاڼه لیکل شوی، چې یادې پروژې د هېوادوالو لپاره د ټرانسپورټی اسانتیاوو برابرولو او اقتصادی پیاوړتیا په برخه کې ګټور ګام دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ