د ټرمپ تر کړکېچن مجلس وروسته بریټانیا زلنسکی ته د ملاتړ ډاډ ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټر خبری آژانس راپور ورکړی، چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکی د امریکا په سپینه ماڼۍ کې له ډونالډ ټرمپ سره تر یوه جنجالی او کړکېچن مجلس وروسته بریټانیا ته سفر کړی او هلته یې د دغه هېواد د لومړی وزیر کییر سټارمر لخوا تود هرکلی شوی.

رویټرز ویلی، زلنسکی د بریټانیا له لومړی وزیر سره ۹۰ دقیقې ناسته کړې، چې په کې سټارمر زلنسکی ته ډاډ ورکړ، چې بریټانیا او د دغه هېواد خلک به تر هغه چې اړتیا وی، د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړی.

زلنسکی له بریټانیا وروسته لندن ته سفر کړی، چې هلته د بریټانیا د لومړی وزیر په کوربه توب د اروپایی ټولنې د مشرانو په غونډه کې برخه واخلی.

دغه غونډه چې نن یکشنبه جوړیږی، د فرانسې، جرمنی، ډنمارک، ایټالیا، هالنډ، ناروې، پولنډ، هسپانیا، ترکیې، فنلنډ، سویډن، چک جمهوریت او رومانیا هېوادونو مشران به په کې ګډون وکړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.