معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / د ټرمپ وروستیو اقداماتو سره ګڼو اروپایانو امریکا ته سفرونه لغوه کړي

د ټرمپ وروستیو اقداماتو سره ګڼو اروپایانو امریکا ته سفرونه لغوه کړي

کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ‏رویټرز خبري آژانس ته پنځو اروپايي مسافر وړونکو بنسټونو ویلي، چې ګڼو ډنمارکيانو، جرمنيانو او نورو اروپايانو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو اقداماتو له امله امریکا ته سفرونه لغوه کړي.

آژانس ته تلونکي یوه ډنمارکي چې تازه یې هلته د ماهي نیونې په موخه د سفر نیت درلود ویلي، ټرمپ یو بې ادبه کس دی او له هغه وخته چې ټرمپ د اوکرایین ولسمشر سره لفظي شخړه کړې، نو پرېکړه یې کړې چې تر هغې به بیا امریکا ته ولاړ نه شي، څو چې ټرمپ هلته ولسمشر وي.

آژانس د یوه سیلاني له قوله زیاتوي، ترمپ په خپلو کړنو کې د ماشومانو په څېر دی.

عربي رسنیو د اروپايي ټولنې د شمېر له مخې ویلي، چې یوازې اروپایي سېلانيانو په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا ۱۵۵ میلیارده ډالره په امریکا کې مصرف کړي، خو دا مهال د تېرو کلونو په پرتله په کې کموالی راغلی دی.

امریکا ته د سېلانیانو شمېر کې کموالی وروسته له هغې څرګند شو، چې امریکا د خپلو اقتصادي ګټو او نورو موخو لپاره خپلې پالیسۍ د دوی په وړاندې بدلې کړې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس